د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو د حوثیانو بریدونه غندلي او د ریاض د امنیت په ساتلو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو د حوثیانو بریدونه غندلي او د ریاض د امنیت په ساتلو کي ئې د سعودي ځواکونو د هڅو ستاینه کړې ده.
شریف ویلي، پاکستان د سعودي عربستان د ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت ملاتړ کوي او له حوثیانو ئې غوښتي چي بریدونه سمدستي ودروي.
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، پر ابها او ملک خالد هوايي ډګرونو د بریدونو له امله درې ملکي وګړي وژل سوي او ۳۶ نور ټپیان دي.