د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چي د دغه هیواد وسله‌والو ځواکونو د څلور ورځنیو نښتو پر مهال هند ته یادګاري سبق

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چي د دغه هیواد وسله‌والو ځواکونو د څلور ورځنیو نښتو پر مهال هند ته یادګاري سبق ورکړی دئ.
شهباز شریف دا څرګندوني د کشمیر په پوهنتون کي وکړې.
نوموړي زیاته کړې چي د می میاشتي د نښتو پر مهال شپږ هندي جنګي الوتکې، چې درې ئې رافال وې او لسګونه بې‌پیلوټه الوتکې ئې رانسکوري کړي وې.

د پاکستان لومړي وزیر په خپلو خبرو کي د کشمیر له خلګو سره د خپل هیواد پر ملاتړ او د ملي اهدافو له پاره د همکارۍ او هڅو پر اړتیا ټینګار کړی.
د راپورونو له مخې، د می میاشتې جګړه د سیمې د دوو اتومي هېوادونو ترمنځ تازه پوځي شخړه وه، چي د کلونو راهیسي د کشمیر پر سر د اختلاف له امله رامنځ ته سوې وه. دغه جګړه د امریکا په منځګړیتوب او د اوربند په توافق پای ته رسېدلې ده.