د‌ پاکستان ولسمشر د کم عمره ودونو د منع کولو قانون لاسلیک کړ

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري په‌کم عمر کښي د ودونو د‌ مخنيوي قانون لاسليک کړی، چي له مخي ئې په هیواد کښي د ۱۸ کلنۍ څخه د کم عمر لرونکو نجونو او هلکانو ودونه منع اعلان سوي. دغه قانون، چي د پاکستان پارلمان له خوا د د‌ روان ميلادي کال د مې پر ۳۰مه نېټه منظور سوی وو، تمه کیږي چي دا به په تدریجي ډول په ټول هیواد کښي تطبیق سي.
د نوي قانون له مخي هیڅ نکاح خوان اجازه نه لري، چي داسې نکاح وتړي چي پکښي یو یا دواړه اړخونه (هلک یا نجلۍ) د ۱۸ کلونو څخه کم عمر ولري. که چیرې کوم نکاح خوان دا قانون مات کړي، نو هغه ته به د یو کال قید او یو لک پاکستانۍ کالدارو جرمانه ورکول کېږي. همدارنګه، که یو بالغ سړی د کم عمره نجلۍ سره واده وکړي، نو هغه ته به د درې کلونو له پاره د بند سزا ورکول کیږي.
بايد وويل سي، چي دغه قانون موخه د کم عمره ودونو له امله رامنځ ته کېدونکو ټولنیزو او روغتیايي ستونزو مخنیوی دئ، په ځانګړې توګه د نجونو د حقونو خوندیتوب او د هغوی د تعلیم او روغتیا ښه کول. دغه قانون د مدني ټولني او د بشري حقونو د فعالانو لخوا د یوه مهم پرمختګ په توګه ستایل سوی هم دئ.