د پاکستان په لاهور ښار کي مېشت د طب د برخي يو شمېر محصلان شکايت کوي، چي د پاکستان د حکومت له لوري ورته خبرتیا ورکړل سوې، چي په ۴۸ ساعتونو کي خپل تدریسي روغتونونه او د اوسېدو ځایونه پرېږدي او افغانستان ته دي ولاړ سي.
د دوی په وینا، دغه پرېکړه د هغو افغان ځوانانو او نجونو له پاره لویه اندېښنه رامنځته کړې چي د طب په زده کړو په دغه ښار کي مصروفه دي.
دغه محصلان وايي که دا پرېکړه عملي سي، د دوی زده کړي به له جدي خنډ سره مخ سي او راتلونکی به ئې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ سي.
هغوی وايي چي د وېزو د ترلاسه کولو له پاره ئې غوښتني کړي؛ خو د پاکستان حکومت ئې غوښتنلیکونو ته پر وخت جواب نه وايي.