د پاکستان پوليسو خبر ورکړی، چي د بلوچستان ايالت په کلا عبدالله سيمه کي د عوامي نشنل ګوند غړی دولت خان نامعلومو وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د پوليسو په وينا په دغه پېښه کي دوه نور کسان هم ټپيان سوي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
پوليس وايي چي د دغه بريد اصلي انګېزه تر اوسه پوري څرګنده نه ده او دوی ئې په اړه پلټني پيل کړي دي.