د پاکستان پوليسو خبر ورکړی

د پاکستان پوليسو خبر ورکړی، چي د بلوچستان ايالت په تربت ولسوالۍ کي د پاکستان پوليسو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۴ افغان کډوال نيولي دي.
د پوليسو په وينا چي دغو افغان کډوالو پلان درلود، چي د ګوادر بندر د لاري ايران ته په قاچاقي ډول ولاړ سي، چي د پوليسو له خوا نيول سوي دي.