د پاکستان پوليسو خبر ورکړی، چي د خيبر پښتونخوا په سويلي وزيرستان کي پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده، چي له امله ئې د يوې کورنۍ درې غړي وژل سوي او پنځه نور ټپيان دي.
د پوليسو په وينا چي په وژل سوو او ټپيانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
پوليسو ويلي، چي په ياده سيمه کي د تحريک ط..البان پاکستان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته روانه وه، چي دغه مرمۍ پر يوه کور لګېدلې او یاده مرګ ژوبله ئې اړولې ده.