د پاکستان پوليسو د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چي يوه ورځ مخکي نامعلومو وسله والو د پاکستان د پوليسو يو افسر تښتولی وو

د پاکستان پوليسو د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چي يوه ورځ مخکي نامعلومو وسله والو د پاکستان د پوليسو يو افسر تښتولی وو، چي يوه ورځ وروسته ئې جسد موندل سوی.
د پوليسو په وينا چي دغه افسر ويشتل سوی وو او وروسته ئې جسد د‌ مهمندرې په غرنۍ سيمه کي غورځول سوی و.
دغه وژل سوی د پوليسو افسر ناظم الله نومېدئ.