د پاکستان پوليسو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی

د پاکستان پوليسو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د بلوچستان ايالت په کيچ ولسوالۍ کي ئې ۵۸ ناقانونه افغان کډوال نيولي چي پر قاچاقي لارو دغه هيواد ته داخل سوي وو.
پوليس وايي چي په دغو افغانانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
د پاکستان پوليس دغه راز زياتوي چي نيول سوو افغان کډوال غوښتل چي د پاکستان د لاري ايران ته ولاړ سي.