د پاکستان پوليسو د دوشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي د بلوچستان ايالت په خضدار ولسوالۍ کي تېره شپه نامعلومو کسانو يوه کور ته لاسی بم ورغورځولی، چي له امله ئې شپږو کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې وه.
د پوليسو په خبره په دغه پېښه کي يو کوچنی وژل سوی او د ښځو او کوچنيانو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان سوي دي.
بايد وويل سي، چي د دغي پېښي اصلي علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ، پولیس وايي په اړه ئې پلټني پيل کړي.