د پاکستان پوليسو د سې شنبې په ورځ ويلي

د پاکستان پوليسو د سې شنبې په ورځ ويلي، چي د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت د خيبر ولسوالۍ په باړه سيمه کي د څلورو کسانو جسدونه موندل سوي دي.
د پوليسو په وينا چي دغه کسان ويشتل سوي او وژل سوي دي.
د پوليسو په خبره چي د دغي پېښي اصلي انګېزه تر اوسه پوري څرګنده نه ده.

هغوی وايي چي د وژل سوو کسانو جسدونه ئې عدلي طب ته انتقال کړي او د پېښي په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.