د پاکستان پوليسو رسنيو ته د يکشنبې په ورځ ويلي

د پاکستان پوليسو رسنيو ته د يکشنبې په ورځ ويلي، چي د بلوچستان ايالت په موسی خېل ولسوالۍ کي تېره شپه نامعلومو وسله والو يو ځایي خبريال ويشتلی او وژلی دئ.
د پوليسو په وينا چي دغه وژل سوی خبريال اسرافيل نومېدی، چي په بلوچستان کي ئې په يوه خصوصي تلوېزيون کي د خبريال په توګه دنده اجرا کول.
بلخوا په بلوچستان ايالت کي د خبريالانو ټولني د ياد خبريال وژل کېدل غندلي دي او د دولت څخه ئې غوښتنه کړې، چي د ياد خبريال قاتلين دي ونيسي.

دغه راز په پاکستان کي د بیان د ازادۍ او د خبریالانو خوندیتوب بنسټ فریډم نېټ ورک ويلي، چي په روان ميلادي کال کي دوه خبريالان په دغه هيواد کي وژل سوي او پر ۱۴ نورو باندي بريدونه سوي دي.