د پاکستان پوليسو رسنيو ته ويلي چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت د کيچ ولسوالۍ پر لويه لار ئې په يوه موټر کي ۲۵ افغان کډوال نيولي دي.
د پوليسو په وينا چي د ياد موټر د نيولو پر مهال په ټکانو کي يوه افغانه مېرمن او موټر چلوونکی ټپي سوی دئ.
پولیس وايي چي دغه افغان کډوال په ناقانونه توګه پاکستان ته داخل سوي وو.