د پاکستان پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت د هرنايي ولسوالۍ په شعبان سيمه کي د څلورو پاکستاني پوليسو جسدونه موندل سوي.
د پوليسو په وينا چي دغه پوليس د نامعلومو کسانو له خوا تښتول سوي وو، چي تر ورکېدو وروسته ئې پوليسو جسدونه پر داسي مهال پيدا کړي، چي ويشتل سوي او بيا په دغه سيمه کي پرېښودل سوي وو.
بايد وويل سي، چي د بلوچستان ايالت په زیارت او هرنایي کي د وروستیو بریدونو پر ضد د وژل سوو پولیسو د کورنیو اعتراضونه لاهم روان دي، چي دغه پېښه رامنځته سوې ده.