د پاکستان پوليسو ويلي، چي د جمعې په ورځ د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت په خيبر ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو يو پاکستانی پوليس ويشتلی او وژلی دئ.
د پوليسو په وينا چي دغه وژل سوی پوليس معاذ الله نومېږي او تېره ورځ د جمعې د لمانځه څخه د کور پر لور روان و، چي وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.