د پاکستان پوليسو ويلي، چي د خيبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کي د موټر بم برید له امله ۱۲ پوليس وژل سوي او درې نور ټپيان دي

د پاکستان پوليسو ويلي، چي د خيبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کي د موټر بم برید له امله ۱۲ پوليس وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
د پوليسو په وينا چي دغه موټر بم برید د شنبې په ماخستن په بنو کي د پوليسو پر يوه مرکز تر سره سوی، چي له امله ئې د پوليسو دغه مرکز په بشپړ ډول ويجاړ سوی دئ.
د پوليسو په وينا چي تر ياد بريد وروسته سيمي ته نور ځواکونه پر لاري وو، چي وسله والو کسانو ور باندي بريد کړی او د دواړو لورو ترمنځ نښته هم سوې ده.

بايد وويل سي، چي د دغه بريد مسئوليت د اتحاد ال.مجاهدين په نوم وسله والي ډلي پر غاړه اخيستی دئ.