د پاکستان پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په کيچ ولسوالۍ کي د درو افغانانو جسدونه موندل سوي دي

د پاکستان پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په کيچ ولسوالۍ کي د درو افغانانو جسدونه موندل سوي دي.
د پاکستان د پوليسو په وينا چی دغه افغانان درې ورځي مخکي وژل سوي وو او يو بل افغان په ټپي حالت کي موندل سوی.
د هغوی په خبره چي د يادو افغانانو جسدونه او ټپي کس ئې د څېړنو په موخه روغتون ته لېږدولي دي.

د پوليسو په وينا چي د‌ دغي پېښي اصلي انګېزه څرګنده نه ده.