د پاکستان پوليسو په راولپنډۍ کي ۳۸ افغان کډوال نيولي

پاکستان د ط..البانو سره د وروستيو اختلافاتو له امله په دغه هيواد کي د افغان کډوالو د نيولو لړۍ چټکه کړې ده.
د پنجاب پوليسو ويلي، چي په راولپنډۍ کي ئې د عملياتو پر مهال ۳۸ تنه هغه افغانان نيولي چي په دغه هيواد کي ئې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل.
د پنجاب د پوليسو په وينا چي دغه عمليات ئې د راولپنډۍ په بېلابېلو سيمو کي کړي او پر مهال ئې دغه افغان کډوال نيول سوي دي.
د پوليسو په وينا چي د افغان کډوالو د نيولو او شړلو په اړه عمليات روان دي او ټول هغه افغان کډوال به ونيسي چي په دغه سيمه کي بې اسناده اوسېږي.