د پاکستان پوځ ادعا کړې چي لسګونه جنګي ډلي د ط..البانو تر واک لاندي افغانستان کي مېشتي دي او د ډیورنډ کرښي هاخوا

د پاکستان پوځ ادعا کړې چي لسګونه جنګي ډلي د ط..البانو تر واک لاندي افغانستان کي مېشتي دي او د ډیورنډ کرښي هاخوا د بریدونو له پاره د جنګیالیو په روزلو، تجهیزولو او سمبالولو بوختي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري له العربیه سره په مرکه کي ویلي، چي د ملګرو ملتونو موندني په افغانستان کي د ټي‌ټي‌پي، ال.قاعدې او داع.ش په څېر د بېلابېلو ډلو فعالیت تاییدوي او اسلام‌اباد به د خپلو خلګو د خوندیتوب له پاره له هر ډول لازم ګام څخه کار واخلي.
د هغه په وینا، یوازي په روان کال کي د ترهګرۍ ضد په زرګونو استخباراتي عملیاتو کي تر ۲۱۰۰ ډېر وسله‌وال وژل سوي دي.

بلخوا، په کابل کي د ط..البانو حکومت دغه تورونه رد کړي او ټینګار ئې کړی، چي د افغانستان خاوره د هیڅ هیواد په زیان نه کارول کېږي او په دغه هيواد کي بهرنۍ وسله‌والي ډلي شتون نه لري.