د پاکستان پوځ: امريکا دي په افغانستان کي خپلي پاته سوي وسلې د ط..البانو واخلي

د پاکستان پوځ وايي د امريکا څخه په افغانستان کي پاته سوي وسلې په تور بازار کي خرڅېږي او د وسله والو ترهګرو لاس ته ورځي او هغوی ئې د‌سيمي د امنيت د خرابېدو له پاره استفاده کوي.
د پاکستان پوځ وايي چي دغه وسلې د افغانستان او پاکستان د ترهګرو ډلو په لاس کي دي، چي د‌ سيمی د امنيت له پاره ئې ستر خنډ پېښ کړی.
هغوی د امريکا له دولت څخه غوښتنه کړې، چي د افغانستان د تور بازار څخه دي وسلې ټولي کړي.
بلخوا بيا د ط..البانو دولت وايي چي په افغانستان کي هېڅ وسله واله ډله نسته هغوی دغه ټوله ادعاوي بې اساسه بولي.