د پاکستان پوځ د يکشنبې په ورځ ويلي، چي د خيبر پښتونخوا په ادم خيل سيمه کي ئې ۱۳ وسلهوال کسان وژلي دي.
د هغوی په خبره چي دغه وسلهوال کسان د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) ډلي اړوند وو، چي د ځانګړو عملیاتو پرمهال ئې وژلي دي.
د هغوی په خبره چي په يادو وژل سوو وسلهوالو کي دوه تنه افغان اتباع هم شامل دي.
تر اوسه تحريک ط..البان پاکستان د پاکستان د پوځ د يادي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.