د پاکستان پوځ وايي په بنو کي ئې د هند د ملاتړ څخه برخمن ۸ وسله وال وژلي

د پاکستان د پوځ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د استخباراتي معلومات په اساس ئې په بنو کي اته وسله وال کسان وژلي دي.
د پاکستان د پوځ په خبره چي د دغو وسله والو څخه ئې يوشمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د هغوی په وينا چي دغه وسله وال کسان د هند‌ د ملاتړ څخه برخمن وو او هر وخت به ئې د پاکستان پر پوځ وسله والي حملې کولې.
بايد وويل سي، چي د پاکستان د پوځ د دغي ادعا په اړه تراوسه پوري د‌ پاکستان د دولت مخالفو ډلو څه نه دي ويلي.