په لسګونو افغان خبریالان چي د ط..البانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته د خونديتوب په موخه تللي، اوس د ویزو د تمدید د بهیر د درېدو او د نیونو او جبري ایستلو د زیاتوالي له امله د جدي اندېښنو سره مخ دي.
تبعیدي خبریالان وايي، دا وضعیت ئې کورنۍ د ویري او اندېښني له امله له سختو حالاتو سره مخ کړي او ګڼ شمېر ئې اړ دي چي په سړکونو او نااشنا سیمو کي پناه واخلي.
هغوی د پاکستان د خلګو او حکومت له مېلمه پالني مننه کړې، خو ټینګار ئې کړی چي د جبري ایستلو پر مهال باید نړۍوال بشري اصول مراعت سي او خبریالانو ته باید دا خطر پېښ نه سي چي بېرته د ط..البانو لاس ته ورسي. د رسنیو فعالان خبرداری ورکوي چي د افغان خبریالانو جبري ایستل کېدای سي یوه بشري غمیزه رامنځ ته کړي او د بیان ازادۍ ته جدي ګواښ پېښ کړي.
د ط..البانو له واکمنېدو راهیسي زرګونه افغان خبریالان پاکستان ته کډه سوي او نورو هیوادونو ته د انتقال انتظار باسي، خو د ویزو د تمدید بندېدو او د نیونو له زیاتوالي سره اوس د اخراج جدي خطر ورته متوجه سوی دئ.