د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د ډيورنډ فرضي کرښي د بلي غاړي چمن څخه کندهار ته په ميله راغلی ځوان د جمعې په ورځ د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په رود کي د لمبېدو پر مهال اوبو وړي او وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د مخي چي دغه ځوان د خپلو ملګرو سره ارغنداب ولسوالۍ ته په ميله تللی وو، چي د رود اوبو وړی او وژلی دئ.