د پاکستان څخه ۱،۵۵ ميليونه افغان کډوال افغانستان ته راغلي

۲۰۲۳ ميلادي کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۰۲۵ ميلادي کال د مي میاشتي تر ۳۱مي نېټې پوري د پاکستان څخه شاوخوا یو میلیون او ۵۵ زره افغان کډوال افغانستان ته راغلي دي.
دغه ارقام د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا هم تائيد سوي او زياتوي، چي دغه ارقام د پخوا په پرتله څو چنده زيات سوي دي.
د‌ کډوالو د سازمانونو په وينا چي د روان ۲۰۲۵ کال له اپرېل راهیسي، هره ورځ په اوسط ډول شاوخوا ۳۵۰۰ کسان له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د UNHCR ویاند فرامرز برزین وايي: «موږ په سرحدي سیمو کښي د کډوالو د مېشتېدو په ځایونو او هغو مرکزونو کښي حضور لرو، چي نغدي مرستي ورکول کېږي. موږ دې خلګو ته پراخي مرستي برابري کړي دي.»
بل خوا بيا د پاکستان څخه راستنېدونکو کډوال، چي ډېری ئې له لسیزو راهیسي په پاکستان کښي ژوند کوی اوس په افغانستان کښي د سختو ننګونو سره مخ دي.
هغوی د سرپناه نشتوالی، د کار موندني محدود فرصتونه، د روغتیايي خدمتونو کمښت او د زده‌کړو له پاره د امکاناتو نه‌شتون هغه لویي ستونزي يادوي، چي دوی ورڅخه سرټکوي او په دې برخه کښي د ط..البانو د ادارې څخه د‌ مرستي غوښتنه کوي.