د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګريزو لارو د تړل کېدو له امله د خيبر پښتونخوا ايالت پر مالي وضعيت ژور منفي اغېز کړی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي تېر اکتوبر راهيسي د دغو لارو تړل کېدو د ايالتي حکومت عوايد له نيمايي څخه ډېر کم کړي دي.
د ډان ورځپاڼي په حواله، يوازي د روان مالي کال په ترڅ کي د خيبر پښتونخوا د عوايدو کچه شاوخوا ۵۳ سلنه راکښته سوې ده، په ځانګړي ډول، د زېربنايي پرمختيا د عوارضو (IDC) له لاري ترلاسه کېدونکي عوايد د تېر کال د همدې مودې په پرتله د پام وړ کم سوي دي.
راپور زياتوي چي د IDC عوايد، چي تېر کال ۷.۴۲ ميليارده روپۍ وو، سږ کال يوازي ۳.۴۸ ميليارده روپيو ته رسېدلي دي.
اقتصادي شنونکي وايي چي که سوداګريزي لاري بېرته پرانيستل نه سي، نو دا مالي فشار ښايي د ايالت پر پرمختيايي پروژو هم منفي اغېز وکړي.