د پنجشېر ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي

د پنجشېر ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت په رُخې ولسوالۍ کي د ټانګ د يوې زړې مرمۍ د چاودني له امله څلور ماشومان ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه ماشومانو په ياده مرمۍ لوبي کولې چي چاودنه ئې پرکړې.
د خبرپاڼي په حواله چي د ټانګ دغه مرمۍ د تېرو جګړو څخه په ياده سيمه کي پاته وه او پر يادو ماشومانو ئې د لوبي پر مهال چاودنه کړې ده.