د پنجشېر څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په درې ولسوالۍ کي يو پخواني نظامي ځان ځړولی او ځان وژنه ئې کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه پخوانی نظامي داد الرحمن نومېدی او د جمعې په ورځ ئې په خپل کور کي ځان وژنه کړې.
سرچينې ويلي، چي دغه پخوانی نظامي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم بېکاره و، چي د غريبۍ له امله ئې ځان وژنه کړې ده.
يوې بلي سرچينې بيا څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي داد الرحمن څه موده مخکي ط..البانو هم نيولی او شکنجه کړی و.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي په کندهار کي هم يو ۱۶ کلن هلک او يوې ۲۰ کلني نجلۍ په يوه ورځ ځانه وژنه کړې وه.