د پوتین خاص استازي زامير کابلوف نن رسنیو ته ویلي چي له اوسني حالاتو داسي معلومېږي چي امریکایي ځواکونه به یو ځل بیا افغانستان ته ولاړ سي.
هغه زیاته کړې چي که امريکایي ځواکونه افغانستان ته ولاړ سي،له نوو مشکلاتو سره به مخ سي،او دا تګ به د امریکا له پاره بدي پایلي ولري.
د یادوني وړ ده چي زامير دا خبري د ټرمپ د هغه څرګندونو په اړه کړي دي چي څو ورځي مخکي ویلي وه چي امریکا باید د بګرام هوایي اډه له افغانستان څخه بيرته واخلي.