د پولنډ پوليسو خبر ورکړی، چي د اګسټ په لومړی نېټه په وارسا ښار کي درې افغاني خويندي د کور څخه وتلي او ورکي سوي دي.
د پوليسو په خبره چي دغه درې خويندي د کور څخه تر وتلو وروسته بېرته کور ته نه دي تللي، چي د کورنۍ د غوښتني په اساس ئې پوليسو په اړه پلټني پيل کړي دي.
پوليس وايي چي دغه نجونو له ځان سره موبايل او نور اړين اسناد هم نه دي وړي.
د پولنډ پوليسو د خپلو خلګو غوښتي چي د يادو نجونو په موندلو کي دي د پوليسو سره همکاري وکړي.