د پوليو څخه د پاک افغانستان په نوم بنسټ د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي د راتلوونکي دوشنبې د ورځي څخه د افغانستان په ۳۲ ولايتونو کي د پوليو د واکسين کمپاين پيلېږي.
د ياد بنسټ په وينا چي په دغه کمپاین کي به ټول هغه ماشومان واکسین سي، چي عمرونه ئې تر پنځو کلنو کم وي.
ياد بنسټ ويلي، چي په دغه کمپاین کي يوازي دايکنډي او باميان ولايتونه د يخي هوا له امله شامل نه دي.