د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړی خوشحال خان کاکړ وايي، چي د پاکستان د حکومت ناسمو سياستونو دغه هيواد ناامنه کړی دئ.
د هغه په خبره چي شاوخوا ۱۵ کاله پاکستان د افغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهنه وکړه، چي له همدې امله په پاکستان کي ناامني او کړکېچ ورځ تر بلي زياتېږي.
هغه پر ط..البانو او پاکستان ږغ کړی، چي روان کړکېچ دي د خبرو د لاري حل کړي او جګړه دي نور پای ته ورسوي.