د پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کي د پاکستان پوځ عمليات پيل کړي

د پاکستان څخه محلي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د پاکستان پوځ د وسله والو پر ضد د دوشنبې د ورځي څخه د پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کي عمليات پيل کړي.
سرچینه دغه راز زياتوي د عملياتو د پيل څخه تر اوسه پوري د باجوړ ولسوالۍ ماموندو سیمو څخه ۱۴۰۰ کورنۍ چي د غړو شمېر ئې تر ۷زره کسانو هم ډېر دئ، له خپلو کورونو څخه بې ځایه سوي او نور سيمو ته ئې کډه وړې ده.
بايد وويل سي، چي مخکي هم د پاکستان پوځ په باجوړ کي د وسله والو د مخنيوي په سبب ګرځبندیز اعلان کړی و.