د پکتيا د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د پکتيا د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په سهار د دغه ولايت په زرمت ولسوالۍ کي په يوه ترافيکي پېښه کي دوه کسان وژل سوي او يو بل ټپي سوی دئ‌.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي وژل سوي کسان دواړه وروڼه وو.
خبرپاڼه ليکي چي دغه ترافيکي پېښه د هينو موټر او کورولا تر منځ سوې وه.