د پکتيا ولايت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د دغه ولايت په مرکز ګرديز ښار کي د جمعې په ورځ غرمه مهال پاکستاني جيټ الوتکو د ط..البانو نظامي مرکز ته نژدې بمبار کړی دئ.
په ورته وخت کي بيا د پکتيکا څخه هم سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په ارګون ولسوالۍ کي هم پاکستاني جيټ الوتکو بمبار کړی دئ.
د يادو بريدونو د تلفاتو په اړه تر اوسه پوري معلومات نه دي ورکول سوي او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.