د پکتيا څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د يکشنبې په ورځ نامعلومو کسانو د پکتيا د حوزوي روغتون سره نژدې يو ډاکټر ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وژل سوی ډاکټر عبدالحنان نومېدی او د پکتيا په حوزوي روغتون کي ئې دنده ترسره کول.
تر اوسه د ياد وژل سوي ډاکټر د وژني انګېزه څرګنده نه ده.
په ورته وخت کي د پکتيا ولايت ط..البانو هم دغه پېښه منلې ده او په خبره ئې چي په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.