د پکتيکا څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ده پکتيکا ولايت په چهاربران ولسوالۍ کي نامعلومو کسانو يو خاوند او مېرمن په خپل کور کي وژلي دي.
د سرچينې په وينا چي دغه خاوند او مېرمن د چاقو په وسيله وژل سوي دي.
سرچينه دغه راز زياتوي چي د وژلو سوو کسانو څخه يوه يو کلنه لور پاته سوې ده.
د دغه پېښي اصلي انګېزه څرګنده نه ده او ط.. البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي مرموزي وژني زياتي سوي دي، چي ولس ئې د ط.. البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.