د پکتیا ولایت د ط..البانو د پېښو په وړاندي د مبارزې رياست په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د دغه ولايت په روحاني بابا ولسوالۍ کي د ماين د چاودني له امله دوه کوچنيان وژل سوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ماين د پخوانی او د تېرو جګړو له امله په دغه سيمه کي پاته و، چي پر يادو کوچنيانو ئې چاودنه کړې.
دغه کوچنيان د يوې کورنۍ غړي وو.