د پکتیکا ولایت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په جاني خيلو ولسوالۍ کي د تېر جمهوري نظام يو سر تیری نامعلومو وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی پخوانی سرتېری محمد عمر نومېږي او د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي پوليسو په ليکه کي ئې دنده اجرا کول.
سرچينه دغه راز زياتوي، چي محمدعمر تازه د ايران څخه افغانستان ته راغلی و، چي وسله والو په نښه کړی او وژلی دئ.
تر اوسه پوري د پکتيکا ولايت ځايي ط..البانو د يادي پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.