نن د جون ۵ مه د چاپېریال ساتني نړۍواله ورځ ده، چي په ټوله نړۍ کښي د چاپېریال د ساتني او پایښت په موخه لمانځل کېږي. خو په افغانستان کښي دا ورځ په داسي حال کښي راځي، چي دغه هیواد د اقلیمي بدلونونو له امله د نړۍ یو له ترټولو زیانمنو هیوادونو څخه شمېرل کېږي. د وروستیو کلونو په اوږدو کښي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله د سختي وچکالۍ، ناڅاپي سیلابونو، د تودوخي د کچي زیاتوالي او نورو چاپېریالي ننګونو سره مخ سوی دئ، چي د دغه هیواد پر کرني، اقتصاد، د خوړو خوندیتوب او د خلګو پر ژوند ژور منفي اغېز کړی دئ.
د چاپېریال ساتنې فعالان او کارپوهان وايي، چي افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت او اقتصادي کمزورتیاو له امله د اقلیمي بدلونونو پر وړاندي ډېر زیانمنونکی دئ. د هغوی په خبره، وچکالي د کرنیزو ځمکو حاصلات کم کړي او د اوبو کمښت ئې د کلیو او ښارونو اوسېدونکو ته جدي ستونزي رامنځ ته کړې دي. په ورته وخت کښي، د موسمي بارانونو د بې نظمۍ او ناڅاپي سیلابونو له امله په تېرو کلونو کښي زرګونه کسان زیانمن سوي او په لسګونو زره کورنۍ بېځایه سوي دي.
کارپوهان ټینګار کوي، چي د دې ستونزو د حل له پاره اړینه ده، چي نړۍواله ټولنه له افغانستان سره مالي او تخنیکي مرستي وکړي. دوی همداراز د شنو پروژو لکه د ونو کښېنول، د اوبو مدیریت سیسټمونو پیاوړتیا او د نوي کیدونکي انرژۍ کارولو غوښتنه کوي.
د چاپېریال ساتني نړۍواله ورځ د افغانستان له پاره یو فرصت دئ، چي د خپل چاپېریال د ساتني او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندي د مبارزې له پاره نوي هڅي پیل کړي. خو د دې موخو د ترلاسه کولو له پاره د نړۍوالو همکاري، پیاوړي سیاسي ارادې او د خلکو فعالي ونډي ته اړتیا ده، ترڅو راتلونکي نسلونو ته یو خوندي او پایښت لرونکی چاپېریال په میراث پرېږدي.
ليکنه: عمر خپلواک