د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کي د دوو مسافر وړونکو ريل ګاډيو د ټکر له امله ۴۶ کسان ټپیان سوي، چي د څلورو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل سوی دئ.
د راپورونو له مخي، دغه پېښه دسېشنبې په ورځ د پراګ ښار مرکزي تمځای ته څېرمه د ريل ګاډۍ پر یوه پله رامنځته سوې ده.
په ټپیانو کي ۱۶ بهرني وګړي هم شامل دي.