د چین حکومت د امریکا لخوا پر وینزویلا برید او د ولسمشر نیکولاس مادورو نیول په کلکو ټکو غندلي دي

د چین حکومت د امریکا لخوا پر وینزویلا برید او د ولسمشر نیکولاس مادورو نیول په کلکو ټکو غندلي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کي ویلي، چي د یو خپلواک هیواد پر وړاندې د زور کارول د اندېښنو وړ دئ او دا ډول اقدامات د نړۍالو قوانینو خلاف دي.
په بیان کي راغلي چي چین د امریکا ددغو اقداماتو مخالفت کوي او له امریکا غواړي چي د نورو هیوادونو خپلواکۍ ته درناوی ولري.

همداراز، د روسیې حکومت هم د امریکا دا عمل غندلی او د مادورو او د هغه د مېرمني د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه ئې کړې ده.
دا غبرګونونه وروسته له هغه سوي، چي د امریکا ځانګړو ځواکونو د ولسمشر ټرمپ په امر پر وینزویلا برید وکړ او نیکولاس مادورو ئې ونیوه.