د چین د بهرنیو چارو وزارت د ایران د جګړې د اوربند د دوام غوښتنه کړې او ویلي ئې دي

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ایران د جګړې د اوربند د دوام غوښتنه کړې او ویلي ئې دي، دا جګړه باید له پیله نه وای رامنځ ته سوې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، اوس چي اوربند د خبرو اترو زمینه برابره کړې، باید د سولي او مذاکراتو لاره بېرته بنده نه سي.
نوموړي ټینګار کړی، چي سمندري لاري باید ژر تر ژره بېرته پرانیستل سي، څو د نړۍوالو سوداګریزو او اکمالاتي ځنځیرونو ثبات وساتل سي.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د چین ولسمشر شي جین‌پینګ له ایران سره د یوې هوکړي د ترلاسه کولو له پاره د مرستي وړاندیز کړی او دواړه مشران موافق دي چي ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
چين د ايران د‌ جګړې د پای ته رسېدلو غوښتنه کړې ده.