د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماونینګ نن دوشنبه د سپټمبر(۲۰۲۵/۰۱) تاريخ په نوبتي غونډه کي د افغانستان د تېري شپې د زلزله ځپلو سره د مرستي کولو امادګي اعلان کړه.
ماونینګ وویل چي د افغانستان سره په دغه لوی غم کي د زړه له کومي شریک یو،کوم چي په سلګونو خلګو پکښي ژوند د لاسه ورکړی او په زرګونو خلګ پکښي ټپیان سوي دي.
ماونینګ د مرستي امادګي هم ښودلې ده او ویلي دي که د افغانستان اوسني مسئولین د مرستي غوښتنه وکړي، موږ به تر خپل وس پوري مرسته ورسره وکړو.