د ډيورنډ فرضي کرښي ها غاړي ته د چمن ښار په روغاني سيمه کي د وسله والو په يوه برید کي درې پاکستاني پوليس وژل سوي

د ډيورنډ فرضي کرښي ها غاړي ته د چمن ښار په روغاني سيمه کي د وسله والو په يوه برید کي درې پاکستاني پوليس وژل سوي او يو بل ټپي سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه بريد د چهارشنبې په ورځ ماځیګر پر داسي مهال رامنځ ته سوې، چي د پوليسو موټر د دغه سيمي څخه تېرېدی.
بلخوا بيا تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) د دغه بريد مسئوليت منلی دئ.

بايد وويل سي، چي د پاکستان دولت تر اوسه د دغه پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.