د ډیورنډ کرښي ها غاړه چمن کي قبايلي مشر اصغر خان اڅګزي پر افغان خاوره د پاکستان بريد غندلی او دا یې د سعودي لپاره د پاکستان لوبه بللې ده.
هغه وویل پاکستان د سعودي عربستان څخه په میلیارډونو ډالر اخیستي، خو اوس د ایران پر ضد جګړې په بهانه افغانان وژني.
اصغر خان ټینګار وکړ چي افغان خاوره او وینه یې خپله ده او له خپلو خلکو سره ولاړ دی، په داسې حال کي چي پاکستان ئې د نیولو پلانونه جوړوي.
هغه د پاکستان پر علماوو هم نیوکه وکړه، چي د امریکا د بمبار غندلو پخوانۍ خبره یې هېره کړې.
هغه دا خبري نن ډیورنډ کرښي سره چمن ښار کي د پرلت ناستي ته وکړې، پرلت پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د پاسپورت او ویزې جبري کېدو خلاف نن بیا پیل وکړ.