د کابل او امرتسر ترمنځ الوتني يوځل بيا پيلېږي

د هند نامتو سوداګر او د پنجاب ايالت د پارلمان غړی وېکرم جیت سېنګ اعلان کړی چي ډېر ژر به د امرتسر او کابل ترمنځ مستقيمي الوتني پيل سي، څو د افغانستان وچي او تازه مېوې او نور صادرات هند ته ولېږدول سي، او په بدل کي له هند څخه درمل او اړين توکي افغانستان ته واستول سي.
وېکرم جیت سېنګ دا څرګندوني د ط..البانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره د ګډي خبري ناستي پر مهال کړي.
هغه زياته کړه چي دغه پرېکړه ځکه سوې چي د ځمکني ترانزيت له لاري، يعني د اتاري او واګه بندرونو له لاري، د افغانستان او هند ترمنځ د مالونو لېږد له ستونزو سره مخ دئ او ډېر ځله پاکستان د دغو لارو د بندېدو سبب ګرځي.
د ده په وينا، د هوايي دهلېز له لاري به د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري چټکه، باوري او د سيمي د اقتصادي همکارۍ له پاره به يو نوی فرصت رامنځ ته کړي.