د افغانستان په زړه مرکز کابل کښي د ښوونځیو زدهکوونکي شکایت کوي، چي درسونو ته د ښوونکو او زدهکوونکو حاضري خورا کمه ده.
د دوی په وینا، د ښوونکو او درسونو نشتوالی د ښوونځیو په داخل کښي د زدهکوونکو شمېر کم کړی دئ.
زدهکوونکي زیاتوي، چي د دې حالت له امله د دوی روحیه مړه سوې ده او د زدهکړو له پاره هیڅ انګیزه نه لري.
دوی اندېښنه لري، که دا وضعیت دوام وکړي، تعلیمي سیستم به نور هم له سختو ستونزو سره مخ سي.
دا په داسي حال کښي ده، چي ط..البان په تېرو څلورو کلنو کښي شاوخوا ۴سوه دعصري علومو ښوونځي او ۲۳ زره ئې د ديني زده کړو مدرسې جوړي کړي دي.