د کابل پوهنتون پخوانی استاد محمد اسماعیل یون وايي چي د نړۍ ديني عالمان دي پر پاکستان د جهاد فتوا ورکړي

د کابل پوهنتون پخوانی استاد محمد اسماعیل یون وايي چي د نړۍ ديني عالمان دي پر پاکستان د جهاد فتوا ورکړي.
هغه پر کابل او ننګرهار د پاکستان بريدونه غندلي او په خبره ئې چي د پاکستان پوځ د اسرائیلو په ډول پر مسلمانانو ظلمونه کوي.
هغه د ط..البانو غوښتي چي د ملت يوه لويه جرګه دي راوغواړي او پاکستان ته دي وروستی اخطار او خپلي سرې کرښي روښانه کړي.

يون ويلي چي د افغانستان سياستوال دي نور اختلافات نه کوي او د پاکستان پر وړاندي دي يو موټي سي.