د کابل څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي

د کابل څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي، چي د دوشنبې په ورځ وسله والو غلو يو ټکسي چلوونکی ويشتلی او موټر ئې ورڅخه بېولی دئ.
د سرچينې په وينا چي غلو دغه ټکسي نيولې وروسته ئې د لاري په اوږدو کي ټکسي چلوونکی ويشتلی او وژلی وو او موټر ئې ورڅخه بېولی دئ.
تر اوسه ط..البانو د دغه پېښي په اړه څه نه دي ويلي.

باید وويل سي چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي وسله والي غلاوي او مرموزي وژني زياتي سوي دي. خلګ ئې د ط.. البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.